جاپان د اګست په دویمې لسیزې کې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو لړۍ پيل کوي
CMG2023/08/07 15:26:43
شريکول:

د جاپان اساهي شيمبون ورځپاڼې د دغه هېواد د يوه حکومتي چارواکي په قول، چې د خپل نوم له اخيستلو یې ډډه کړې، خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت ښايي د اګست په دويمې لسیزې کې سمندر ته د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د خوشي کولو لړۍ پيل کړي.

خبر وايي، د جاپان لومړی وزير فوميو کيشيدا به په راتلونکې اوونۍ کې امريکا ته په رسمي سفر ولاړ شي او هلته به د امريکا او د کوريا جمهوريت له ولسمشرانو سره وګوري او هغوی ته به سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو په اړه مالومات او تشريحات ورکړي او حکومت به يې څه وخت وروسته يادې چارې پيل کړي.