روسیه: په تور سمندر کې له هر ډول ګواښونو سره د مقابلې توان لرو
CMG2023/08/07 11:00:37
شريکول:

تاس خبري اژانس د اګست په ۶مې نېټې د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزیر سیرګي ريابکوف په قول خبر ورکړی، چې روسيه په تور سمندر کې له هر ډول ګواښونو سره د پوځي او تخنيکي مقابلې توان لري او د هېواد ملي امنيت ساتلی شي.

د اوکراین د ملي امنیت ادارې مشر واسیل مالیوک د روانې میاشتې په ۵مه نېټه خبري رسنيو ته ويلي، چې د روسیې پر بیړیو او د کریمیا له پولې څخه اېخوا هر ډول بريد معقول او اغېزمن اقدام دی.