د محصلينو د ۳۱مې دورې نړيوالې دوبنۍ لوبې د چين د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې روانې دي.
د معلوماتو له مخې، د دغو لوبو پر مهال ټولټال د ۱۸ ډولو لوبو ۲۶۹ سیالۍ ترسره کيږي.
دغه لوبې له پېل راهیسې ډېرې ښې روانې دي او ډېر زيات نندارچيان يې را جلب کړي دي او په درشل کې يې د باسکيټبال، پينګ پانګ، بدمينتون، ووشو، جمناستيک په شمول د یو شمېر سياليو ټيکټونه ډېر پلورل کيږي.