د سوريې خبري اژانس خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې غير قانوني ميشتو امريکايي ځواکونو د اګست په ۷مې نېټې يو ځل بیا د دغه هېواد تېل غلا کړي او په ۳۰ ټانکرونو کې يې خپلو پوځي هډو ته انتقال کړي دي.
ياد اژانس ويلي، چې امريکايي ځواکونو دغه تېل د سوریې په شمال ختیځ کې د تېلو له څاګانو غلا کړي دي.
شمېرې ښيي، چې امريکايي ځواکونو په تېرې يوې اوونۍ کې د سوريې سلګونه ټنه نفت غلا کړي او په عراق کې خپلې پوځي هډې ته يې انتقال کړي دي.
د سوريې بېلابېلو سياسي ګوندونو او ټولنو د امريکايي ځواکونو دغه کړنې غندلي او د شرم وړ يې بللې دي.
دوی ويلي، چې امريکايي ځواکونه په زور د سوریې په خاورې کې ځای پر ځای شوي، د دوی ملي شتمنۍ لوټ کوي او په سیمې کې يې بشري ناورين نور هم سخت کړی دی.