د ژن ای جياو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه او د چين دريځ
CMG2023/08/08 14:55:38
شريکول:

د فيليپين ۲ بېړۍ د اګست په ۵مې نېټې د چين له خبرداري سره سره د ژن ای جياو پرښې ته ننوتلي او د فيليپين تش په نوم ميشتې پوځي بېړۍ ته يې د ساختماني موادو د لېږدولو هڅه کړې ده.

 د چين سمندري ساتونکو بېړيو د يادو فيليپيني بېړيو مخه نيولې او خبرداری يې ورکړی دی.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت څو ورځې مخکې په يوې اعلاميې کې پر چين نيوکه کړې او د دغه هېواد ياده کړنه يې له نړيوال قانون څخه سرغړونه بللې او په خبره يې، د چين دغې کړنې سيمه ييزې سولې او ثبات ته خطر پېښ کړی او ورڅخه يې غوښتي، چې د جنوبي سمندرګي د حاکميت قضيې د پرېکړې مراعات وکړي.

د چين د بهرنيو چازو وزارت وياند د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د يادې اعلاميې په اړه ويلي، چې ژن ای جيا پرښه د چين د نان شا ټاپوګانو يوه برخه ده او د فيليپين ياده کړنه يې د چين پر ملي حاکميت تېری بللی او د جنوبي سمندرګي د بېلا بېلو خواوو د کړنو له اعلاميې څخه يې څرګنده سرغړونه کړې ده.

د چين د بهرنيو چازو وزارت وياند ويلي، چې د هېواد سمندري ساتونکو بېړيو تدبيرونه یې مسلکي او د جنجال وړ مسئله نه لري.

نوموړي زياته کړې، چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر حقيقت سترګې پټې کړي او په اعلاميې کې يې د سمندري حقونو د خونديتوب په اړه د چين پر حقه او قانوني کړنو بريد کړی او د فيليپين له غېرقانوني او لمسونوونکو کړنو يې ملاتړ ښودلی دی.