د هيل (The Hill) ورځپاڼې د اګست په ۷مې يوه لېکنه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې د امریکې د کريډېټ يا اعتبار درجه باید ډېره مخکې ټيټه شوې وای او د فیچ رېټينګس شرکت څېړنه او پرېکړه يې پر ځای بللې ده.
ورځپاڼه ليکي، په امریکې کې اوسمهال د سیاسي قطبیزېدو حالت مخ په سختېدو او پر حکومتي ادارو يې د خلکو باور او اعتبار مخ په ټيټېدو دی.
کارپوهان په دې باور دي، چې د امريکې په اوسني سیاسي نظام کې، د ټولینز خېریه سیسټم او یا د مالیې تګلارو اصلاحاتو پلي کول ډېر ستونزمن شوي دي.
واشنګټن په خپلې خوښې پر نورو هېوادونو اقتصادي بندیزونه لګوي او د سیمې اقتصادي ترینګلتیاوې يې ډېرې سختې کړې دي او د ډالرو په مټ د ګردې نړۍ پولي سیسټم ګواښي.
(هیله)