د تونیس د سفاکس ایالت د یوې محکمې ویاند فيضي مصمودي د اګست په ۷مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د کډوالو یوه بېړۍ د روانې میاشتې په ۶مې نېټې دغه ایالت ته نږدې سمندر کې ډوبه شوې، چې له امله يې ۱۱ تنه مړه شوي او څه باندې ۴۰ نور په اوبو کې تری تم دي او په وينا يې، ژغورونکي يې د جسدونو په لټه دي.
په دغې بېړۍ کې ۵۷ غير قانوني کډوال سپاره وو، چې زیاتره يې د افریقايي هېوادونو اوسيدونکي ياد شوي دي.
دغه بېړۍ څو ورځې مخکې د تونیس له سفاکس ایالت څخه د ایټالیې په لوري خوځېدلې وه.
(هیله)