وانګ يي له سیرګي لاوروف سره ټلیفوني خبرې وکړې
CRI2023/08/08 11:35:48
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اګست په ۷مې نېټې له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ویلي، چې د چين دولت رئیس شي جين پينګ د سږ کال په مارچ کې روسیې ته په رسمي سفر تللی و او له هغه وخت راهیسې، دواړو هېوادونو په خپلمنځي ستراتیژیکو مشورو او عملي همکاريو کې نوی پرمختګ موندلی دی.

نوموړي ويلي، چې ګڼ شواهد د دې ښکارندويي کوي، چې چین او روسیه د باور وړ همکاران او دوستان دي او دواړه هېوادونه به په نړیوالو او څو اړخیزو ډګرونو کې خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ نورې هم ژورې کړي

وانګ يي ويلي، چې اوسمهال څه باندې شلو هېوادونو د برېکس سازمان کې د غړیتوب غوښتليکونه وړاندې کړي او د غړو د زياتېدو کارونه به يې روان وساتي.

نوموړي زياته کړې، چې چین د روسیې په شمول له برېکس هېوادونو سره يو ځای جنوبي افریقا څخه ملاتړ کوي، چې د برېکس هېوادونو سرمشریزه ښه ترسره کړي.

لاوروف په خپلو خبرو کې ويلي، چې روسیه غواړي له چین سره په ګډه د رئیس شي جين پينګ د سفر تر لاسه شوي بریالیتوبونه جدي تطبیق کړي او د خپلمنځي اړیکو ټينګښت ورسره وهڅوي او په وينا يې، روسیه به په څو اړخیزو ډګرونو کې له چین سره همغږي او همکارۍ نورې هم پياوړې کړي، له زورواکۍ او یواړخیزم سره به مخالفت وکړي او نړیوال عدالت او مساوات به وساتي.

دواړو سیالانو د اوکراین کړکېچ په شمول د ګډې علاقې وړ نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په هکله هم د نظریو تبادلې کړې دي.

 (هیله)