د لبنان د عين هيلوې د فلسطيني کډوالو په کمپ کې د فلسطین د ملي ازادۍ غورځنګ (فتح) ځينو غړو او سیالې ډلې يې د جولای له ۳۰مې نېټې څخه د اګست تر ۳مې نېټې پورې ډله ییزې شخړې کړي، چې له امله يې ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د لبنان د کورنیو چارو وزیر بسام مولوي د روانې مياشتې په ۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د فلسطیني کډوالو په یاد کمپ کې اوس وضعیت ارام شوی او د هېواد امنیتي ځواکونه يې د تاوتریخوالي د جوړوونکو د نيولو په لټه دي.
(هیله)