په جاپان کې د امریکې پوځي اډې سمندر ته ضرر رسونکي مواد ایستلي
CRI2023/08/08 11:39:56
شريکول:

د جاپان خبري رسنیو تېر کال خبر ورکړی و چې په یوکوسوکا ښار کې د امریکې پوځي اډې سمندر ته د PFASمضرو توکو په شمول ککړې اوبه ایستلي دي، خو هغه مهال يې په اړه جدي پلټنې نه وې ترسره شوې.

ځايي خلکو د اګست په ۷مې نېټې د یوکوسوکا ښاروالی ته احتجاج کړی، چې د سمندر اوبه ککړې شوي او ډېر ژر یې باید لاملونه پيدا او مخنيوي يې وکړي.

د یاد ښار حکومت د تېر کال په سپتمبر کې خبر ورکړی و، چې په جاپان کې میشتو امریکايي ځواکونو په اګیست کې پلټنه کړې، چې له مخې يې، يادې پوځې اډې سمندر ته دPFAS مضرو توکو په شمول ککړې اوبه ایستلي دي، چې د پاکوالي درجه يې د جاپان د معیار په نسبت 170 چنده زياته وه.