د چین د بهرنیو اسعارو ملي ادارې د اګست په ۷مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د سږ کال تر جولای پورې، په دغه هېواد کې د بهرنیو اسعارو زېرمه 3204 میلیارډه او 300 ميلیونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې، چې دغه رقم يې د تېر جون په پرتله 11.3 میلیارډه ډالره زیاتوالی ښيي.
یادې ادارې ويلي، چې په تېر جولای کې د امریکايي ډالرو ګراف ټيټ شوی او په ګردې نړۍ کې د پولي سرمایو بیې په عمومي توګه لوړې شوې دي او په همدې میاشت کې د چین د بهرنیو اسعارو زیرمې هم لوړې شوې دي.
(هیله)