د ژن ای جیاو پرښې په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت دريځ
CRI2023/08/08 11:48:33
شريکول:

د فلیپین د بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د چین سمندري پوليسو د روانې میاشتې په ۵مې نېټې د ژن ای جياو پرښې (Second Thomas Reef ياRen'ai Jiao)په شاوخوا سمندري سيمه کې د فلیپين د سمندري پوځي بېړۍ مخنیوی کړی او بمي بريد يې هم پرې کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فليپين د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې ژن ای جیاو پرښه د چین یوه برخه ده او فلیپين له ۲۴ کلونو راهیسې څو ځلې ژمنې کړي، خپلې پاتې پوځي بېړۍ به ترې وباسي، خو تر اوسه يې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې فليپين غوښتل، چې يادې پرښې ته ساختماني مواد وليږدوي او په همدې پلمې يې دایمي خپل کړي.

نوموړي ويلي، چې د فلیپين يادې کړنې له نړیوالو قوانینو او د جنوبي سمندر د مختلفو خواوو له هلو ځلو او ګډې اعلاميې سره په ټکر کې دي او چین په دې اړه فلیپين ته جدي احتجاج څرګند کړی دی.

 (هیله)