د چین د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو چارو ادارې يو مسؤل د اګست په ۸مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د برېکس هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو ١٣مه غونډه د روانې میاشتې په ۷مې نېټې په انلاين بڼه تر سره شوه.
د برېکس د ۵ هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو په یادې غونډې کې د یو لړ مهمو اقتصادي او سوداګریزو مسئلو په اړه ژور بحثونه کړي او ډېرې ګډې نظريې او ۵ مهمې پایلې يې تر لاسه کړې دي.
نوموړي رسنيو ته ويلي، چې د برېکس هېوادونو يادې غونډې ۵ مهمې پایلې ترلاسه کړې دي.
۱ـ برېکس هېوادونه به د ډیجیټل اقتصاد او زرغون پرمختګ په څېر نویو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي.
۲ـ برېکس هېوادونه به د اکمالاتو سلسلې د امنيت او ثبات او د منځنيو او کوچنيو تصديو د ملاتړ په مهمو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.
۳ـ د برېکس غړي هېوادونه به د څو اړخيز سوداګريز سيسټم د پياوړتيا او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د اصلاحاتو په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړي.
۴ـ برېکس هېوادونه به د مهمو نړیوالو اقتصادي او سوداګریزو مسئلو په اړه خپل دریځونه همغږي کړي.
۵- د برېکس غړي هېوادونه به د "برېکس+" همکاريو د پراخولو په اړه ډېرې موافقې ترلاسه کړي.