واشنګټن پوسټ: امريکا باید سیاسي او ادبي اصول مراعات کړي
CMG2023/08/09 15:04:08
شريکول:

واشنګټن پوسټ په دې وروستیو کې په يوې لېکنې کې ويلي، چې واشنګټن له بېجينګ سره په تماس کې دی او په پام کې لري، چې له چین سره ادبي قواعد او اصول مراعات کړي.

د ليکنې ليکوال ويلي، چې امريکا باید د چین د تاریخ، ادعا او راتلونکې موخې په اړه زیات مالومات راټول او بیا پر مناسبې لارې حرکت وکړي او په وينا يې، چین په نړۍ کې د ادبي اصولو د مراعات کوونکي هېواد په توګه بلل کيږي او هر وخت اصول او پرانسيپونه مراعات کوي.

چين زرګونه کلن تاريخ لري، چې په بهیر کې يې له يوه نسل څخه بل نسل ته ادبي لارې او اصول په ميراث پاتې شوي او مشرانو يې د انسانانو ترمنځ د تګ راتګ مقررات او هم د ټولنې واحده نظریه ښکاره کړې ده.

چین له امریکې سره د اړيکو په لسګونه کلن بهیر کې ادبي لارې او اصول مراعات کړي او په پراخه کچه يې د ادبي اصولو ترڅنګ خپل سیاسي اصول هم پلي او ساتلي دي.

چين له امريکا سره ادبي راشه درشه او ښه چلند کړی، خو د چین او امریکې اوسنۍ اړیکې د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو له ټينګست راهیسې تر ټولو ډېرې سړې، تاوجنې او کمزورې دي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په همداسې سړو حالاتو کې چين ته سفر وکړ، خو بیا هم بېجينګ ورته تود ښه راغلاست ووایه او خپل ادبي اصول يې مراعات او مهربانې رویه او د همکارۍ فعاله نښه يې ورته ښکاره کړه.

چین له امریکې سره د ادبي چلند تر څنګ د خپلو قانوني حقونو د ساتلو لپاره هم اغېزمن تدبیرونه نیولي دي.

چین د امریکې حقونو او ګټو ته درناوی لري او تر اوسه یې د امريکې د ځای نېولو هڅه نه ده کړې او نه يې هم ورته کوم چلنج ورکړی دی، خو په ورته کې له خپلو حقه حقونو او غوښتنو هم نه  دی تېر شوی او له امريکې يې بیا بیا غوښتي، چې د چين په اړه سمه مطالعه وکړي، کليدي ګټې يې باید زيانمنې نه کړي او د پاملرنې وړ موضوعاتو ته يې باید احترام ولري.

چين له امريکې سره همیشه ادبي چلند کړی او تل یې هڅه کړې، چې د خبرو له لارې ورسره مسئلې حل کړي، خو واشنګټن برعکس پر بيجينګ تورونه او بنديزونه لګولي او حتی په کورنیو چارو کې يې سخته لاسوهنه کوي او چين يې مجبور کړی، چې د خپلو قانوني حقونو د ساتلو لپاره ځوابي تدبیرونه ونیسي.

چین د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار لري او په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو پر بنسټ يې له مختلفو هېوادونو سره دوستانه همکاریزې اړیکې ټینګې کړې دي. چین د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې نه کوي او تر اوسه یې په کوم نړيوال کړکېچ کې برخه نه ده اخیستې او تل يې نورو ته د زغم او ارامۍ وړانديزونه کړي دي، خو امريکا بیا د زورواکۍ پرغونډۍ ناسته او له سړې جګړې سره ښه اشنايي لري او په نړۍ کې د چين لارښوونکی مقام نه شي زغملی او په بېلا بېلو پلمو يې د پرمختګ مخه نیسي.

امريکا چين ځان ته يو ګواښ بولي، نو ځکه يې هڅه پر ځپلو ورټوله ده او همدې لارې غواړي، چې خپله زورواکي وساتي او خبرې او کړنې يې له سیاسي او ادبي اصولو سره په ټکر کې دي.

نړۍ دې د چین د پرمختګ پلانونه وګوري.

اينډيا ټوډۍ(India Today ) په يوې ليکنې ويلي، چې امريکا له چين څخه وېره او اندېښنه لري.

چین نړۍ ته د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو وړانديز کړی او هم يې د ګردې نړۍ د پرمختګ، امنیت او تمدن په اړه یو لړ نور وړاندیزونه کړي دي. شواهدو دا څرګنده کړې، چې چین تر اوسه د زورواکۍ هڅه نه ده کړې.

امريکا باید په ادبي او سمو لارو د چين په اړه مطالعه وکړي، د چین ځپل او دوښمانه کړنې دې پرېږدي او عادي اړيکې دې ورسره وپالي او خپلو خلکو او نړيوالو ته دې ګټې ورسوي.