د روان کال په اوو مياشتو کې د چين بهرنۍ سوداګري ثابته روانه وه
CMG2023/08/09 10:15:40
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د اګست په اتمې نېټې یو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان ۲۰۲۳م کال په لومړيو اوو مياشتو کې د دغه هېواد د مالونو عمومي صادراتي او وارداتي ارزښت ۲۳۵۵۰ميليارډه يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه څلور زياتوالی ښيي او په دې جمله کې يې صادراتي ارزښت ۱۳۴۷۰ ميليارډه يوانه او وارداتي ارزښت يې ۱۰۰۸۰ ميليارډه يوانه ښودل شوی، چې دغه شمېرې بیا په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱،۵ سلنه زياتوالی او ۱،۱ سلنه ټيټوالی ښيي.

د روان کال په جولای کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت ۳۴۶۰ ميليارډه يوانو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه درې ټيټ شوی دی.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د احصايې او څېړنيزې څانګې مشر لو دا ليانګ رسنيو ته ويلي، چې د روان کال له دوهمې ربعې راهيسې د چين مياشتنی صادراتي او وارداتي ارزښت ۳۴۰۰ ميليارډه يوانه و او په وينا يې، په ټوله کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختيايي حالت نه دی بدل شوی او په ثابت ډول روان دی او په اوږده موده کې به نور هم ښه شي.