په چنګ دو کې د محصلينو نړيوالې دوبنۍ لوبې په برياليتوب پای ته ورسېدې
CMG2023/08/09 09:57:48
شريکول:

د محصلينو د ۳۱ مې دورې نړيوالې دوبنۍ لوبې د اګست په ۸مې نېټې د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې پای ته ورسېدې او د همدې ورځې په شپه يې د پای مراسم شول.

 د چین د دولتي شورا غړې شن يي چین هم په يادو مراسمو کې ګډون کړی و.

دغو لوبو ۱۲ ورځې دوام درلود او د نړۍ ۱۱۳ هېوادونو او سيمو شاوخوا ۶۵۰۰ لوبغاړو پکې سيالۍ وکړې.

د چين لوبغاړو په دغو لوبو کې ۱۷۸ مډالونه ګټلي، چې ۱۰۳ پکې طلايي مډالونه دي او د طلايي مډالونو په لېست او هم د ټولو مډالونو په لېست کې يې لومړی ځای خپل کړی دی.