د چين دولتي شورا له سيلاب ځپلو سره د مرستو په پار غونډه ترسره کړه
CMG2023/08/09 11:01:44
شريکول:


عکس: د چين د هه بې ولایت په جوه جو سيمه کې ژغورونکي ځايي اوسېدونکي خوندي ځايونو ته انتقال کوي

د چين دولتي شورا د اګست په اتمې نېټې په هېواد کې له سيلاب ځپلو سره د مرستو په پار غونډه ترسره کړې ده.

د يادې غونډې مشري د چين صدراعظم لي چيانګ کړې چې پکې يې غوښتل، د دغه هېواد دولت رئيس شي جين پینګ لخوا د سيلاب ځپلو د ژغورنې، د زيانمنو خلکو د ژوند د تامين او د سيلاب ځپلو سيمو د بيارغولو په اړه يو لړ سپارښتنې پلې شي.

پدې وروستيو کې د چين په يو شمېر سيمو کې د توپان او سختو بارانونو له امله سيلابونه رامنځته شوي او ډېرو خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

په دې غونډه کې ټينګار شوي چې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ سيلاب ځپلو ته ډېره پاملرنه کوي او په څو غونډو کې يې اړوندو ادارو ته له سيلاب ځپلو سره د مرستندويه چارو هدایت کړی دی.