د مودي د پانګونې خدمتي شرکت د اګست په اوومې نېټې د امريکا د ځينو منځنيو او کوچنيو بانکونو د کريډېټ کچه ټيټه اعلان کړې او ويلي يې دي، چې دوی ښايي د ځينو لويو امريکايي بانکونو د کريډېټ کچه هم ټيټه کړي.
مودي د اېم اېڼد ټي بانک (M&T Bank) او ډبليو بي اېس.اېن ( WBS.N) په شمول د لسو منځنيو او کوچنيو بانکونو د کريډېټ کچې ټيټې اعلان کړي او د بي اېن وای مېلون (BNY Mellon) او يو اېس بنکورپ (US Bancorp) په شمول د امريکا د شپږو لويو بانکونو د کريډېټ کچې په خپل څارنيز لېست کې شاملې کړې دي.