په جولای کې د چين سي پي ایي ټيټه شوې
CMG2023/08/09 11:12:08
شريکول:

د چین احصائيې ملي ادارې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان ۲۰۲۳م کال په جولای کې د دغه هېواد د اوسېدونکو مصرفي بيې شاخص يا سي پي ایي(C.P.I) د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۰.۳ ټيټه شوې، چې په ښارونو کې يې ياد شمېر ٪ ۰.۲ او کليوالو سيمو کې يې ٪ ۰.۶ ټيټوالی ښيي.

دغه راز په همدې میاشتې کې په چين کې د خوراکي توکو په بيو کې ٪ ۱.۷، د مصرفي توکو په بيو کې ٪ ۱.۳ او د خدماتو په بیو کې ٪ ۱.۲ کموالی راغلی دی.  

شمېرې ښيي، چې په چين کې د روان کال په اوو مياشتو کې سي پي ایي(C.P.I) په منځني ډول د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۰.۵ زیاتوالی راغلی دی.