د چين د تاريخي اثارو ملي ادارې د اګست په اتمې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د روان ۲۰۲۳م کال کې به د تاريخي اثارو څلورمه شمېرنه پيل کړي او په عمده توګه به د هغو ثبت شويو تاریخي اثارو بيا څارنه وکړي، چې له يوې سیمې بلې ته نه شي ليږدول کيدای او په ورته وخت کې به د نويو کشف شويو تاریخي اثارو څارنه هم وکړي.