د سوريې په جنوب کې د چاودنې له امله يو خبريال او درې سرتيري وژل شوي
CMG2023/08/10 11:08:35
شريکول:

د سوريې خبري اژانس د اګست په نهمې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب ديرا ولایت کې چاودنه شوې، چې له امله يې يو خبريال او درې سرتيري وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د سوريې د سما تلویزيون خبريال سرس احمد په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب کې له کار وروسته له سوري ځواکونو سره په موټر کې روان و، چې د سړک غاړې ماين پرې چاودنه کړې او هغه او دوه سرتيري ځای پر ځای وژل شوي او یوه بل سرتيري په روغتون کې سا ورکړې ده.

تراوسه کومې ډلې يا شخص د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.