د چین او فلیپین ترمنځ څوک سمندريزو شخړو ته لمن وهي؟
CMG2023/08/10 12:15:47
شريکول:

د چين د سمندري پوليسو ادارې د اګست په اتمه نېټه يوه ويډيو خپره کړې چې له مخې يې په وروستيو کې د فليپين پر کښتيو باندې د اوبو توبونو په ويشلو سره هغوی ته خبرداری ورکړ. کتونکو پکې هغه حالت لیدلی چې د چين د سمندري پوليسو کښتۍ د فليپين کښتيو په پرتله لويه ده، خو هغوی زغم او صبر يې ساتلی دی. د شنونکو په اند چين د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو د مخنيوي لپاره دغه تدبيرونه نيولي دي. له دې څخه ښکاري چې چين نه يوازې د ملي حاکميت او د سمندري حقونو د ساتلو لپاره ټينګه اراده او پياوړی توان لري، بلکې له فليپين سره اړیکو ته پاملرنه کوي او د يو لوی هېواد په توګه خپله دنده پر غاړه اخلي.

خو امريکا د دغې قانوني کړنې له کبله پر چين تور لګولی دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او د دفاع وزارت په خپلو اعلاميو کې ویلي چې د چين کړنه له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او هغوی په سمندري سيمو کې د فليپين له قانوني عملياتو څخه ملاتړ کوي. خو چا له نړيوالو قوانينو سرغړونه کړې ده او د ژن اې جياو پرښې(Renai Reef يا Second Thomas Reef) پېښې لامل څه دی؟ حقيقت څرګند دی.

ياده پرښه د چين نان شا ټاپوګانو يوه برخه ده. د ۱۹۹۹ کال د مې په نهمه نېټه د فليپين سمندري پوځي بېړۍ يادې پرښې ته ننوتلې او په صراحت يې ويلي چې دغه بېړۍ يې خرابه شوې، نو اړ شوي چې هلته ودرول شي. تر هغه وروسته هغوی ژمنه کړې چې دغه بېړۍ راوباسي، خو خپله ژمنه يې نه ده پوره کړې او په ورته وخت کې یې وغوښتل چې دغه بېړۍ ترميم کړي او په دايمې توګه دغه پرښه کنترول کړي. له دې څخه ښکاري چې د فليپين کړنه نه يوازې له نړيوالو قوانينو څخه بلکې د جنوبي سمندر د بېلا بېلو خواوو د عملياتو له اعلاميې څخه سرغړونه هم ده چې د چين او اسیان هېوادونو له خوا لاسليک شوې وه.

له يوې مودې راهيسې چين څو څو ځلې د ژن اې جياو پرښې مسئلې په هکله له فليپين سره تماس نيولی او ور څخه يې غوښتنه کړې چې خپله ناقانونه کړنه نور بس کړي او د دغه پرښه د وضعيت د کنترول په هکله يو له بل سره سلا مشوره وکړي. خو فليپین د چين غوښتنه له پامه غورځولې او يادې پوځي بېړۍ ته يې ساختماني توکي لېږدولي دي. په عين وخت کې امريکا د خپلې ناوړې موخې د لټولو لپاره له فليپين څخه ملاتړ کړی او حتی پوځي الوتکې او بېړۍ يې په سمندري سيمه کې ورسره همکاري کړې او د امريکا او فليپين ترمنځ د ګډ دفاعي تړون په پلمه يې چين ګواښلی دی. همدا ټول د ژن اې جياو پرښې پېښې د رامنځته کېدو لاملونه دي. خو پوښتنه دا ده چې که بهرنۍ بېړۍ د امريکا سمندري سيمې ته داخله او هلته پاتې شي، نو هغوی به څه اقدامات وکړي؟

د شنونکو په اند ياده پېښه په دې حال کې رامنځته شوې چې امريکا د فليپين د راجلبولو لپاره خپل ګامونه چټک کړي او غواړي چې د تش په نامه اندو پاسيفيک ستراتيژۍ( Indo Pacific Strategy) د پرمخ بېولو له لارې د چين مخنیوی وکړي.

فليپين د تش په نامه د ټاپوګانو په لومړي ځنځير کې موقعيت لري او د چین له تايوان سيمې څخه يوازې دوه کيلومتره واټن لري. سربېره پردې چين د جنوبي سمندري ټاپوګانو د ملي حاکميت په هکله له دې هېواد سره  ځينې اختلافونه لري. خو همدا عوامل د امريکا سره ځانګړی ستراتيژيک ارزښت لري. د فليپین پخواني ولسمشر ديوټيرټ هغه بهرنۍ تګلاره غوره کړې او له چين سره يې همکارۍ وکړې. د تېر کال په جون کې واک ته د نوي حکومت تر رسېدو وروسته  امريکا په پر له پسې توګه هڅې کړې چې اوسني حکومت ورڅخه ملاتړ کړی.

د روان کال په فبروري کې فليپين پر دې موافقه کړې چې امريکايي ځواکونه د نورو څلورو پوځي اډو څخه د استفادې حق ولري. تر هغه وروسته امريکا له فليپین سره تر ټولو لوی پوځي تمرينونه تر سره کړل. له همدغو ټکو څخه څرګندېږي چې امريکا د فليپین د سياسي بدلون څخه په استفادې سره د دې هېواد اتکا پياوړې کړې او غواړي چې د فليپین او چين ترمنځ شخړه راپورته کړي څو ترې ګټې واخلي.

د ژن اې جياو پرښې له پېښې څخه بيا ښکاري چې امريکا نه غواړي چې د چين په جنوبي سمندر کې ارامتیا وويني، نو هڅه کوي چې په دې سیمه کې اوبه خړې کړي.