د روسیې د مسکو ایالتي مشر اندرې اوروبیوف د اګست په ۹مې نېټې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په همدې ورځ د دغه ایالت د زاګورسک اوپتیکل ماشینرۍ فابریکې کې چاودنه شوې، چې له امله يې ۳۸ تنه ټپیان شوي دي.
نوموړي په ټپيانو کې د ۵ کسانو حالت نازک ښودلی دی.
د روسیې د بېړنيو پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د همدې ورځې د سهار په ۱۰ بجو او ۴۰ دقیقو په يادې فابريکې کې چاودنه شوې، چې له امله یې د ډېرو خونو دروازې او کړکۍ ماتې شوې دي.