د چين ماليې وزارت د سيلابونو د مخنيوي سيمو له ځپل شويو خلکو سره يو ميليارډ يوانه مرسته کوي
CMG2023/08/10 14:57:38
شريکول:

د چين ماليې وزارت پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د ډوکسوري توپان تر اغېزې لاندې سختو بارانونو او سيلابونو د دغه هېواد د سمندرګيو او سيندونو په اوږدو کې پرتې سيمې سختې ځپلې دي. د چين په تيان جين، هه بۍ او هه نان کې ۸ سيمې د سيلابونو د خونديتوب او زېرمې لپاره کارول شوي، چې پکې د يو ميليارډ او ۸۴۷ ميليونو متره مکعب په اندازې د سيلابونو اوبه زېرمې شوې دي.

د دغو اوبو د زېرمې له امله د سيندونو د وروستۍ برخې په پرتو سيمو کې د سيلابونو د مخنيوي فشار کم شوی دی.

د چين ماليې وزارت د اګست په ۹مې نېټې د يادو سيمو لپاره يو ميليارډ يوانه مالي مرسته برابره کړې او په پام کې لري، چې ځايي خلکو ته د کرنيزو حاصلاتو، د څارويو روزنې، اقتصادي ځنګلونو، کورونو، د کورنيو د توليدي ماشينونو په برخو کې د اوښتو زيانونو په پار جبران ورکړي او مرستې ورسره وکړي. ځايي خلک به د يادې مرستې د ترلاسه کولو له لارې خپل عادي ژوند او توليدي نظام ته راستانه شي.