سختو بارانونو په هې لونګ جيانګ ولایت کې تر ۳۷۰ زرو زیات خلک زيانمن کړي
CMG2023/08/10 10:58:46
شريکول:

د چين د شمال ختيځ هې لونګ جيانګ ولایت پېښو ته د رسېدو او کليوالو چارو ادارو خبر ورکړی، چې وروستیو سختو بارانونو په دغه ولایت کې تر ۳۷۰ زرو زيات خلک زيانمن کړي دي.

د مالوماتو له مخې، د روانې مياشتې له دوهمې نېټې راهيسې د هې لونګ جيانګ ولایت په ۳۷ ولسوالیو کې باراني توپان پورته شوی، چې له امله یې زړور سيلابونه راوتلي او شاوخوا ۳۷۴۹۴۹ کسان يې زیانمن کړي دي.

د هې لونګ جيانګ ولايت اړوندو ژغورونکو ادارو  ۱۸۷۴۹۳  کسان په کښتيو کې خوندي ځايونو ته انتقال کړي دي او دغه راز سختو سيلابونو په دغه ولایت کې کابو ۲۵۸ زره هکتاره کروندې، ۲۳۷۰۸ کورونه او ۱۴۹ پلونه هم ويجاړ کړي دي.