د امريکا ولسمشر جوبايډن د اګست په لسمې نېټې یو فرمان لاسليک کړی، چې له مخې به يې حکومت د چین په سيميکنډکټر(semiconductor)، د قوانټم معلوماتي ټکنالوژۍ ((quantum information technology)) او مصنوعي ځيرکتيا په برخو کې د امريکايي تصديو پانګونې څاري او تر تحقيق او څېړنو لاندې به یې نیسي.
د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاند د امريکا د حکومت يادې کړنې په غبرګون کې ناخوښي څرګنده کړې او له امريکا يې غوښتي، چې خپلې دغې کړنې ته بیا کتنه وکړي.
چین د بهرنيو چارو وزارت ویاند ويلي، چې امريکا د خپل ملي امنيت په پلمه په چين کې د امريکايي تصديو پانګونې محدودوي او عادي اقتصادي او پانګيزو فعاليتونو ته يې سياسي رنګ ورکوي، خو اصلي هدف يې د چين د پرمختګ مخه نيول او د خپلې بادارۍ ساتل دي.
د نوموړي په وينا، امريکا د نړيوال بازار له اقتصادي قوانينو او د عادلانه سيالۍ له اصولو څخه سرغړونه کړې، نړيوال اقتصادي او سوداګريز نظام او نړیوال صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه يې خراب کړي او دغه راز د دواړو هېوادونو ان د نړۍ صنایعو او سوداګرۍ ته يې زيانونه رسولي دي.