شینجیانګ ته د ځینو هېوادونو د سفیرانو سفر په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت څرګندونه
CRI2023/08/10 11:13:21
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند څو ورځې مخکې رسنيو ته وويل، چې دغه وزارت د پاکستان، مالیزیا، ایران، مصر او ازبکستان په شمول د ۲۵ هېوادونو سفیرانو او لوړپوړو ډیپلوماتانو ته بلنه ورکړې وه، چې له شينجيانګ څخه لېدنه وکړي.

د يادو هېوادونو ۴۰ لوړپوړو ډيپلوماتانو د تېرې جولای له ۳۱مې نېټې څخه د اګیست تر ۴مې نېټې پورې شینجیانګ ته سفر کړی او هلته يې له ګڼو سیمو لېدنې کړې دي.

 دغه ډيپلوماتان د شينجيانګ کشغر، اقسو او ارومچي سیمو ته تللي او هلته يې له جوماتونو، اسلامي ښوونځیو، موزیمونو څخه لیدنې کړي، د کلیو د اباديزو پروژو او د ترهګرۍ او توندلارۍ ضد د ځايي مبارزې په اړه يې مالومات تر لاسه کړي او له ځايي وګړیو او مذهبي کسانو سره يې د نظر تبادلې کړې دي.

یادو سفیرانو او لوړپوړو ډیپلوماتانو تر لیدنې وروسته رسنيو ته ویلي، چې دوی په دغه سفر کې یو ښکلی او له حیاتي ځواک ډک شینجیانګ کتلی دی او د دوی په وينا، د شینجیانګ ټولنه ثابته او ارامه ده، اقتصاد يې د ګړندي پرمختګ په حال کې دی، خلک يې په ارامه فضا کې کار او ژوند کوي او د ژوند سویه يې ډېره لوړه شوې ده.

شينجیانګ متنوع کلتور لري او د لږکیو قومونو دودونه او رواجونه یې ښه ساتل شوي دي.

په شينجيانګ کې د مجبورۍ کارونه نشته او وګړي يې په زراعتي چارو کې پرمختللي ماشینونه کاروي او د ساري په توګه يې د پنبې راټولونې ماشين یادولی شو، چې د پنبې موثريت هم ورسره ډېر لوړ شوی دی.

دغو ډيپلوماتانو په ډاګه کړې، چې د شينجيانګ رښتیني حالت د لوېديځو رسنیو له خبرونو سره ټکر لري او هيله يې ښودلې، چې دوی به له شينجیانګ سره ډېرې ژورې تبادلې او همکارۍ ولري.