د پاکستان ولسمشر د دغه هېواد قامي اسمبلۍ منحل کړه
CMG2023/08/10 11:00:48
شريکول:

د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ د اګست د نهمې نېټې په شپه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر عارف علوي د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ منحل رسماً منظور کړی دی.

اعلاميه وايي، چې عارف علوي د صدراعظم شهباز شريف په مشورې ياده اعلاميه لاسليک کړې، چې له مخې يې د دغه هېواد قامي اسمبلي منحل شوه او دا پدې مانا ده، چې د پاکستان د روانې دورې حکومت رسماً منحل شوی دی.

شهباز شريف د همدې ورځې په لومړيو کې قامي اسمبلۍ ته په وينا کې ويلي وو، چې هغه به د روانې مياشتې په لسمې نېټې د اپوزيسيون له مشر راجا رياض سره بحث وکړي، څو د اساسي قانون له مخې، په درېيو ورځو کې د هېواد د سرپرست حکومت صدراعظم وټاکي.