په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي دای بین د اګست په ۹مې نېټې د سوډان مسئلې په اړه د امنیت شورا په یوې غونډې کې د شخړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه کړې ده.
دای بين هيله ښودلې، چې د سوډان د شخړې ښکیلې خواوې په نږدې وخت کې اوربند وکړي او د خبرو اترو له لارې خپلمنځي ستونزې هوارې او اختلافات حل کړي.
نوموړي د سیمې هېوادونو او سازمانونو هرکلی کړی، چې د سوډان مسئلې د سوله ییز حل لپاره کوښښونه وکړي.
دای بین پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې له سوډان او له ګاونډيو هېوادونو سره يې د بشردوستۍ مرستې وکړي او توان يې لوړ وساتي او د ژغورنې پيمانه دې پراخه کړي.
د سوډان د دارفور سیمې وضعیت د يادې شخړې له امله ډېر سخت شوی او نړیواله ټولنه باید د سیمې د وضعیت د ارامولو لپاره اغېزناک تدبیرونه ونیسي.
(هیله)