د محصلینو د ۳۱مې دورې نړيوالې دوبنۍ لوبې د اګست په ۸مې نېټې د چين د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې پای ته ورسېدې.
دغو لوبو۱۲ ورځې دوام درلوده، چې په ترڅ کې يې د ډېرو پوهنتونونو لوبغاړي راټول شوي وو او په زړه پورې سیالۍ یې ترسره کړې دي.
په دغو لوبو کې د ۱۱۳ هېوادونو او سيمو ۶۵۰۰ ځوانو لوبغاړو ګډون کړی و.
دغو لوبغاړو نه یوازې د لوبو سیالۍ وکړې، بلکې ډېرې يې ملګرتياوې هم جوړې کړې دي.
په چنګ دو کې د محصلینو نړيوالې لوبې په زړه پورې او برياليتوب پای ته رسېدلې دي.