روسيه: د اوکراين ۱۳ بې پيلوټه الوتکې مو غورځولي
CMG2023/08/11 11:39:39
شريکول:

د روسيې ملي دفاع وزارت د اګست په لسمې نېټې خبر ورکړی، چې هوايي دفاعي سيسټم يې د همدې ورځې په سهاروختي په مسکو ایالت او ځينو نورو سيمو کې د اوکراين ۱۳ بې پيلوټه الوتکې غورځولې دي.

خبر وايي، چې د اوکراين دوې بې پيلوټه الوتکې د اګست د لسمې نېټې په سهار وختي د مسکو په لور روانې وي، چې د روسیې دفاعي سيسټم کشف کړي او په مسکو ایالت او کلوژسکایا ایالت کې يې راغورځولې دي.

د مسکو ښاروال سبياني پر ټولنيزو رسنیو ويلي، چې دوو بې پيلوټه الوتکو هڅه کوله، چې پر مسکو بريد وکړي، خو د هېواد هوايي دفاعي سيسټم کشف او رانسکورې کړې دي.

روسي ځواکونو د اوکراين دوې نورې بې پيلوټه الوتکې د روسيې سيواستوپول ښار ته ورڅېرمه سیمې کې غورځولې دي.

خبر وايي، چې د روسیې هوايي دفاعي سيسټم د اوکراین ۹ نورې بې پيلوټه الوتکې هم تر کنټرول لاندې راوستلي او په تور سمندر کې يې غورځولې دي.