سږ کال په چين کې د موټرونو د تولید او خرڅلاو اندازې(۷.۴٪ او ٪۷.۹) زياتې شوي
CMG2023/08/11 11:17:09
شريکول:

د چين د موټرونو صنعتي ټولنې خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې د هېواد د موټرونو توليدي اندازه ۱۵.۶۵ ميليونه عرادو ته او د خرڅلاو اندازه يې ۱۵.۶۲۶ ميليونه عرادو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۷.۴٪ او ۷.۹٪ زياتوالی ښيي.

د چين د موټرونو صنعتي ټولنې شمېرې ښيي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې د دغه هيواد د نوې انرژۍ موترونو توليد او خرڅلاو په جلا جلا توګه ۴.۵۹۱ ميليونه او ۴.۵۲۶ ميليونه ته رسيدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۴۰ سلنه او ۴۱.۷ سلنه زياتوالی ښيي او د موټرونو په بازار کې ۲۹٪ نيسي.