په اکوادور کې بېړنی حالت اعلان شوی
CMG2023/08/11 10:50:34
شريکول:

د اکوادور ولسمشر لاسو د اګست په لسمې نېټې په ټول هېواد کې دوه مياشتنی بېړنی حالت اعلان کړی او ويلي يې دي، چې د هېواد ټولټاکنې به په ټاکلي وخت يعنې د اګست په شلمې نېټې ترسره شي.

په اکوادور کې په داسې حال کې بېړنی حالت اعلان شوی، چې د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو کانديد فيرناندو ويلاويسنزيو د روانې مياشتې په نهمې نېټې د پلازمينې کويټو ښار په شمال کې د يوې کمپايني غونډې پر مهال په ډزو ووژل شو.

ولسمشر لاسو د فيرناندو ويلاويسنزيو له مړینې وروسته بېړنۍ غونډه هم ترسره کړې او د تلويزيوني وینا پر مهال يې په ټول هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم او دوه مياشتنی بېړنی حالت اعلان کړی دی.