د نايجر کودتا کوونکي پوځ نوی حکومت اعلان کړ
CMG2023/08/11 10:49:40
شريکول:

د نايجر کودتا کوونکي پوځ د اګست په لسمې نېټې د دغه هېواد په ملي تلویزيون کې د پوځي مشر عبدالله رحمن چياني لخوا لاسليک شوی فرمان خپور کړی او نوی حکومت يې اعلان کړی دی.

د نايجر کودتا کوونکي پوځ د نوي حکومت کابېنه ۲۱ غړي لري، چې ۴ پکې ښځې دي او رمين زيني يې د صدراعظم په توګه ټاکل شوی دی. نوموړي له ۲۰۰۳ م کال تر ۲۰۱۰م کال پورې د نايجر د اقتصاد او ماليې وزير په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

دغه راز سليف مودي د نايجر د ملي دفاع وزير او محمد باتون د کورنيو چارو او عامه امنيت د وزير په توګه ټاکل شوي دي.