د امازون دوه ورځنۍ سرمشريزه د اګست په نهمې نېټې د برازيل د پارا ایالت په مرکز بيليم ښار کې پای ته ورسيده.
د برازيل ولسمشر لولا يادې سرمشريزې ته په وینا کې له پرمختللو هېوادونو څخه غوښتي، چې خپلې کړې ژمنې پوره او له پرمختيايي هېوادونو سره د اقليمي بدلون د مقابلې توان په لوړولو کې مرسته وکړي.
لولا ويلي، چې په نړۍ کې د ګرميسرو سيمو ځنګلونه په تدريجي توګه ورک کيږي او اقليمي بحران په سختېدو دی او پر لویو صنعتي هېوادونو یې غږ کړی، چې د چاپېریال ساتنې لپاره زیات رښتيني کارونه وکړي.
په یادې سرمشريزې کې د امازون د همکاريز تړون سازمان د غړو هېوادونو مشرانو او استازو هم ګډون کړی و او د امازون ځنګل د دوامدار پرمختګ او د اقليمي بدلون په مخنيوي کې د نړيوالو همکاريو په اړه يې بحثونه کړي او دغه راز د بيليم اعلاميه يې هم لاسليک کړې ده.