د نایجريا خبري رسنيو د اګست په لسمې نېټې خبر ورکړی، چې وسله والو کسانو د دغه هېواد د مرکزي پلاټيو ایالت پر دوو کلیو بريدونه کړي، چې له امله يې ۲۰ کسان وژل شوي دي.
د نايجريا خبري رسنیو د پلاټيو ایالت د يوې مدني ټولنې د مسئول په قول خبر ورکړی، چې څو وسله والو کسانو د اګست د نهمې نېټې په سهار وختي د دغه ایالت د بارکين لادي سيمې پر دوو کليو بريدونه کړي، چې له امله يې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او ډېر نور ټپيان دي او د دغو کليو څو کورونه يې هم سوځولي دي.