بېجينګ د تايوان او امريکا ترمنځ له اړيکو سره بيا مخالفت څرګند کړ
CMG2023/08/11 11:38:56
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند د اګست په لسمې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د هېوادونو او تايوان ترمنځ له هر ډول رسمي اړیکو او تړونونو سره مخالفت کوي.

بېجينګ په داسې حال کې له تایوان سره د نورو هېوادونو د اړيکو جوړونې سره بیا مخالفت ښودلی، چې په دې وروستيو کې امريکا له تایوان سره د ۲۱ مې پېړۍ د سوداګرۍ وړانديز د لومړي پړاو د پلي کولو قانوني لایحه لاسليک کړې او قانوني بڼه يې ورکړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د امريکې د يادې کړنې په غبرګون کې ويلي، چې واشنګټن په لوی لاس د يو چين پېژندنې له اصل او د دواړو هېوادونو له درو ګډو اعلاميو څخه سرغړونه کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند رسنيو ته ويلي، چې امريکې له چين سره بیا بیا ژمنې کړي، چې له تایوان سره به یوازې غیر رسمي اړيکې ساتي، خو په ټکو يې، بیا بیا یې خپله ژمنه ماته کړې او له چينه د تایوان بېلتون غوښتونکو ته يې ناسم پيغام ورکړی دی.