امریکایي پروفیسور: په چین کې پر پانګونې محدودیتونه د امريکا د حکومت دوه مخيتوب ښيي
CMG2023/08/11 12:55:54
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بایډن د اګست په ۹مې نېټې په يو فرمان کې پر بهرنۍ پانګونې محدودیتونه وضع کړي او کره څېړنيز ميکانيزم يې ورته جوړ کړی دی.

د بایډن په دغه فرمان کې په چين کې د سيمي کنډکټر، مايکرو الکترونيکي، کوانټم معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا په برخو کې د امريکايي تصديو پر پانګونو محدوديتونه لګيدلي دي.

امريکايي پروفیسور ډینس سیمون د امريکا د حکومت ياد محدودیتونه ننګولي دي.

سیمون ویلي، چې د امريکا حکومت پدې وروستیو کې له چين سره د اړيکو د ښه کېدو په پار بېجينګ ته لوړ پوړي چارواکي (بهرنیو چارو وزیر بلینکن، ماليې وزيره جانيټ يېلن او د ولسمشر ځانګړی استازی جان فوربيس کيري) لیږلي دي، خو له اوسنيو کړنو يې داسې ښکاري، چې امريکا دوه مخې لوبه کوي.

نوموړي ويلي، چې د امريکې وروستي محدودیتونه "په بشپړ ډول مختلفه رويه" څرګندوي او دا يې "د چین د پرمختګ د مخنيوي لپاره بل ګام" بللی دی او باور يې ښودلی، چې د امريکايي حکومت دوه مخې کړنې به افشا کيږي.