چين «د امريکا لخوا د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مقرراتو او دندې د بشپړولو په اړه راپور» خپور کړ
CMG2023/08/12 12:10:02
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د اګست په ۱۱مه «د امريکا لخوا د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مقرراتو او دندې د بشپړولو په اړه راپور» خپور کړ، چې په کې د امريکا لخوا د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مقرراتو او دندې د بشپړولو په اړه معلومات او  ارزونې راغلي دي. راپور په اشارې سره ويلي، چې امريکا د څو اړخيزې سوداګرۍ ميکانيزم خرابوي، د يوې اړخيزې سوداګرۍ تسلط عملي کوي، د سوداګريزو چارو تګلارو دوه ګوني معيارونه غوره کوي او د توليدولو او برابرولو نړيوال ځنځير ګډوډوي.

په راپور کې ويل  شوي، چې امريکا د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې تر ټولو زيات جنجالونه راپيل کړي، چې په خپله خوښه د دغه سازمان حکمونه پلي کوي ، په دغه سازمان کې د غړو د شاملېدو په چارو کې لاسوهنه کوي، چې د دغه سازمان د کارونو  د ځنډېدو سبب شوي او په پوره توګه د څو اړخيز سوداګريز سيستم خرابوونکی هېواد دی.

په راپور کې په اشارې سره ويل شوي، چې امريکا د نړۍ د لومړي اقتصاد او د څو اړخيزې سوداګرۍ د ميکانېزم د عمده جوړوونکي او ګټې اخيستونکي په توګه بايد د اړوندو مقرراتو او اصولو مراعات وکړي، خپلې ژمنې پوره کړي او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د عمده غړي نمونه رول ولوبوي، چې د څو اړخيزې سوداګرۍ د ميکانېزم اغېزه وساتي او د دغه سازمان له نورو غړو سره يو ځای د څو اړخيزې سوداګرۍ د ميکانېزم رول هڅونه وکړي.