د امريکا ولسمشر جو بايډن د اګست په لسمه له ملي کانګرس څخه غوښتنه وغوښتل،
چې اوکراين ته نور د لس میليارډ ډالرو پوځي ملاتړ برابر کړي . په دې هکله د
امريکا د استازو جرګې غړې مارجوري ټايلور ګريني د اګست په ۱۱مه نېټه په
ټولنيزې رسنۍ کې وويل، چې د امريکا حکومت بايد د اوکراين د بحران له امله
یاد هېواد ته په دومره لويه پيمانه پوځي ملاتړ برابر نه کړي.
ګريني
وويل، چې اوس امريکا د لوړ انفلاسيون او د لوړو پور لرونکو تصديو له
فشارونو سره مخ ده او د زيات شمېر عمر لرونکو کسانو عايدات يوازې په سختۍ
سره کرايه پوره کولی شي او د بې کوره خلکو شمېر د پخوا په پرتله زيات شوی
دی. دې زیاته کړه، چې د امريکا حکومت بايد د کورنيو مسئلو د حلولو په چارو
کې مالي بوديجه برابره او اوکراين او نورو ملګرو هېوادونو ته یې ورنه
کړي.