هيرزګوينا کې د اېم ۲ سړک او ښارونو ته د اوبو رسولو سيستم د بيا جوړولو پروژې پيل شوې
CMG2023/08/12 12:24:42
شريکول:

په هيرزګوينا کې د اېم ۲ سړک او ښارونو ته د اوبو رسولو سيستم د بيا جوړولو پروژې د اګست په ۱۱ مې پيل شوې او د پيل په مراسمو کې يې د دغه هېواد صدراعظم ابازويک ، په هيرزګوینا کې د چین لوی سفير فان کون او د دواړو هېوادونو يو شمېر حکومتي چارواکو او د تصديو استازو ګډون کړی و

اېم ۲ سړک د هيرزګوينا ساحلي ښار تيواټ او بودوا نښلوي او ګڼه ګوڼه پکې ډېره ده. صدراعظم ابازويک يادو مراسمو ته په وينا کې وويل، د دې سړک له بيا جوړولو وروسته به ترافیکي وضعيت ډېر ښه شي.

په هيرزګوينا کې د چين لوی سفير فان کون وويل، چين د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې د نړۍ ډېرې پرمختللې تجربې او وړتياوې لري، هيرزګوينا کولی شي، چې د يو کمربند او يوې لارې له فرصت څخه په استفادې بنسټيز تاسيسات جوړ  کړي او له دې لارې چټک ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ومومي.

د معلوماتو له مخې، د اېم ۲ سړک د بيا جوړولو چارې چې اوږدوالی يې ۱۶ کيلومترو ته رسېږي، د يوې چيني تصدۍ لخوا ترسره کېږي.