د اذربايجان ولسمشر اوګلو اليوف له سي اېم جي سره د ځانګړې مرکې پرمهال د اذربايجان او چين ترمنځ اړيکې ډېرې ښې بللي او هيله يې ښودلې، چې خپلمنځي ستراتېژيکې همکارۍ پیاوړې شي.
اوګلو الیوف وويل، د اذربايجان او چين ترمنځ همکارۍ ډېر پراخه امکانات او روښانه راتلونکې لري او هيله ده چې خپلمنځي ستراتېژيکې همکارۍ پياوړې شي.
نوموړي د خپل هېواد د بهرنيو اړيکو د تګلارو په اړه وويل، چې هېواد يې خپلواکې تګلارې غوره کوي.
ده همداراز څرګنده کړه، چې ن اذربايجان په هيڅ هغه خطرناک عمل کې ګډون نه کوي، چې د هېواد د پرمختګ له لومړيتوب او ګټو سره سمون نه لري، په بله ژبه زمونږ کړنې او زمونږ تګلارې خپلواکې دي .
د مرکې په ترڅ کې اولیوف وویل، چې ځيني لوېديځيان بلد دي چې نور د هغوی خبرې اوري او امر يې عملي کوي، هغوی همېشه د “ښه، سمه ده “ ځواب اوري، خو اذربايجان کې به ورته کار ونکړي، هغه وويل، مونږ په ټول توان خپل حيثيت او کرامت ساتو.