سي اېن اېن د اګست په نهمه د اوکراین د يوه حکومتي چارواکي په قول، چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه کړې، خبر ورکړ، چې اوکراين د امريکې دفاع وزارت ته په روسيه کې د اوکرايني ځواکونو لخوا د کلسټر مهماتو د کارولو لومړی راپور وړاندی کړ.
خبر وايي، چې دغه راپور اوکرايني لوري د امريکې په غوښتنې جوړ کړی او د اوکرايني ځواکونو لخوا د کارول شوو کلسټر مهماتو او د دغو وسلو له لارې د ويجاړو شوو روسي هدفونو شمېر پکې ورکړل شوی دی.
امريکې د تېرې مياشتې په اوومه له اوکراين سره د کلسټر مهماتو په ګډون د ۸۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت نورې پوځي مرستې اعلان کړې.
د امريکې له يادې کړنې سره د کاناډا، بريټانيې او هسپانيا په ګډون د ناټو متحدينو په ښکاره توګه مخالفت څرګند کړی دی.