د اروپا د طبيعي ګازو بيې نږدې څلوېښت سلنه لوړې شوې
CMG2023/08/12 12:12:31
شريکول:

د امريکا سي اېن بي سي (CNBC) د اګست په لسمه خبر ورکړ، چې د اروپا د طبيعي ګازو اټکلي راتلونکې بيې نژدې څلوېښت سلنه لوړې شوې او د جون د منځني وخت راهيسې تر ټولو لوړې  کچې ته رسېږي. 

 د پانګونو ادارې اندېښنه لري، چې له استراليا څخه اروپا ته د طبيعي ګازو عرضه ښايي وځنډيږي او اندېښنه يې د دې سبب شوې، چې د هالنډ د طبيعي ګازو په معاملوي مرکز (TTF) کې د طبيعي ګازو د روانې مياشتې بيه په نهمه نېټه ډېره لوړه شوې ده. بله خوا د روانې مياشتې په ۹مه د امريکا د نيويارک د سوداګريزو تبادلو په مرکز کې د طبيعي ګازو هغه بيه، چې په راتلونکې سپتمبر میاشتې کې د معاملې لپاره ټاکل شوې، ۶اعشاريه ۶سلنه لوړه شوې ده. د اګست په نهمه په نړيوال بازار کې د طبيعي ګازو بيې په زياته اندازه لوړې شوې او لامل يې دا دی، چې خبرونه وايي، د استراليا د طبيعي ګازو د تاسيساتو جوړوونکي کارګر ښايي اعتصاب وکړي.

د بريتانيا د  PVM د نفتو د سوداګريز شرکت څېړونکي جان يوينس وویل، چې استراليا د طبيعي ګازو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی، چې صادرات يې د قطر او امريکا په پرتله زيات دي. سي اېن بي سي په اروپا کې د طبيعي ګازو د بيې د لوړوالي لامل دا په ګوته کړی، چې اروپا د اوکراين بحران له سختېدو وروسته ګام په ګام د روسیې د طبيعي سرچينو له انحصار څخه خلاصه کړي.