د اګست ۱۲ مه نېټه په ۲۰۱۲م کال کې د دې لپاره د فيل د نړيوالې ورځې په توګه وټاکل شوه، چې له خلکو څخه غوښتنه کوي چې د اسيايي او افريقايي فيلانو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د فيل د ژوند چاپيريال د اقليمي بدلون له امله مخ په خرابېدو دی او د خلکو له خوا د فيلانو د غاښونو پرې کول جرم دی او د دې حيوان ژوند ګواښي.