چين د ځمکې کشفولو لپاره یوه سپوږمکۍ وتوغوله
CMG2023/08/13 11:36:49
شريکول:

چين د اګست د ۱۳مې نېټې په سهار وختي د شی چانګ د سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د CZ-3B راکټ په وسيله د ځمکې کشفولو لپاره د څلورم نمبر۰۱ په نوم سپوږمکۍ په برياليتوب فضا ته وتوغوله. دغه سپوږمکۍ په سالمه توګه ټاکلي مدار ته رسيدلې او د سپوږمکۍ توغولو دنده په بشپړه توګه بريالۍ شوې. دغه سپوږمکۍ به د لرې واټن کنټرولولو معلومات برابر کړي.

دا د CZ ډول باروړونکي راکټ ۴۸۳مه توغونه وه.