د افغانستان د سرپرست حکومت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر له ترکيې څخه ليدنه وکړه
CMG2023/08/13 11:34:55
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني بردار دفتر د اګست په ۱۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې بردار د روانې مياشتې په اتمه نېټه له ترکيې څخه ليدنه وکړه او په لسمه نېټه يې د ترکيې له بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان سره وکتل.

دواړو خواوو د افغانستان او ترکيې تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو، د سوداګريزې او اقتصادي همکارۍ، د هوايي دهليز پرانيستلو او په افغانستان کې د ترکيې د پانګونو د پراخوالي په شمول د مختلفو مسئلو په هکله بحثونه وکړل.