سوريې پر خپل پوځي موټر د امريکايي ځواکونو بريد وغانده
CMG2023/08/13 10:33:28
شريکول:

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۱۲ مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر خپل پوځي موټر د امریکايي ځواکونو بريد وغانده.

له دې يوه ورځ وړاندې د سوريې ځواکونو خبر ورکړ، چې په دغه هېواد کې د امريکا غېر قانوني میشتو ځواکونو د روانې مياشتې د ۱۰ مې نېټې په شپه له يوې ترهګرې ډلې سره په ګډه د سوريې په ختيځ دير الزور‎ولایت کې پر يوه سوري پوځي موټر بريد وکړ، چې له امله يې څو سوري عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سوريې د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې د امريکايي ځواکونو ياده کړنه د سوريې پر حاکميت، استقلال او ځمکنۍ بشپړتيا تېری بللی او ويلي يې دي چې امريکا په سوريه کې له افراطي او نورو وسله والو ډلو سره مرسته کوي او له دغو ډلو د خپلو پلانونو د عملي کولو د وسيلې په توګه کار اخلي.