ايا جاپاني سياستوال غواړي چې د تايوان خلک د اور کندې ته واچوي؟
CMG2023/08/13 15:16:37
شريکول:

د جاپان د ليبرال ډيموکراټ ګوند مرستيال مشر او پخواني صدراعظم اسو تارو په وروستيو کې د چین له تايوان سيمې څخه ليدنه وکړه او د سيمې خلک يې وهڅول چې د چین له سترې برخې سره د جګړې لپاره تياری ونيسي. خو بېلا بېلو ټولنو د ده پر کړنې نيوکه کړې ده. د تايوان خبري رسنيو داسې ويلي چې اسو تارو نه یوازې په تايوان کې د جاپان د استعماري واکمنۍ له امله له ځايي خلکو څخه بښنه ونه غوښته، بلکې غواړي چې د تايوان مقامات د چين له سترې برخې سره جګړې ته وهڅوي او د سيمې خلک د اور کندې ته واچوي. د جاپان د اوکيناوا ولسوال د اګست په لسمه نېټه دې ته په اشارې سره ويلي، د اسو تاو څرګندونې د جاپاني حکومت له تګلارې سرغړونه ده، هيله من دی چې حکومت يې د سوء تفاهم د لرې کولو لپاره له چين سره خبرې اترې وکړي.

اسوتارو تل د تايوان له بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ کړی او څو څو ځلې يې ناسمې څرګندونې کړې دي. هغه په ۲۰۲۱ کال کې ويلي چې امريکا او جاپان بايد په ګډه له تايوانه دفاع وکړي. نوموړي د روان کال په جون مياشت کې بيا همدارنګه ويلي چې تايوان د جاپان د پرمختګ بنسټ دی.

دا ځل يې بيا د چين له سترې برخې سره د تايوان مقاماتو د جکړې د هڅولو لپاره دغې سيمې ته سفر وکړ، چې له دې څخه ښکاري چې د جاپان ځيني سياستوال د نظامي ګرۍ يا جګړې غوښتنې  مفکور (Militarism) لري. د تايوان خلکو د اسو تارو د څرګندونې تر اورېدو وروسته په دې سيمه کې د جاپان استعماري واکمني بيا يادونه کړې او ډېر پرې خپه شوي دي.

د ۱۹مې پېړۍ په منځنې لسيزه کې جاپان پر تايوان تېری د ختيځې اسيا د نيولو او په نړۍ کې د بادارۍ د لټولو لومړنۍ موخه بللې وه او په همدې موخه يې يو لړ پوځي عمليات تر سره کړل. په ۱۸۹۵ کال کې د چين د چينګ امپراطورۍ له جاپان سره په جګړه کې ماتې خوړلې او دې ته اړ شو چې د ما ګوان په نوم تړون لاسليک کړي. د دې تړون له کبله جاپان د تايوان او پنګ هو ټاپوګان نيولي او په دې سيمه کې يې خپله استعماري واکني پيل کړې چې ۵۰ کاله يې دوام درلود.

د جاپان تېری کوونکو د خپلې استعماري واکمنۍ د پياوړتيا لپاره د خپل والي د ټاکلو، د خپلو ځواکونو او پوليسو د ځای پر ځای کولو له لارې د دې سيمې پر خلکو ظالم کړی و. د ۱۸۹۶ کال په جون کې دوی د سيمې په څه باندې ۷۰ کليو کې پنځه ورځنی قتل عام تر سره کړی چې له امله يې څه باندې دېرش زره ملکيان وژل شوي او څو کلي يې تبا کړي وو. په ۱۹۳۰ کال کې د تايوان ځايي اوسېدونکو د وو شه غورځنګ تر سره کړی، خو جاپاني تېری کوونکو له څلور زرو عسکرو څخه په استفادې سره پر وو شه سيمې بمبار کړی چې په پايله کې يې نږدې ټول ځايي اوسېدونکي وژل شوي وو. د ابتدايي شمېرنې له مخې جاپاني تېری کوونکو په دې سيمه کې د خپلې ستعماري واکمنۍ په موده کې شاوخوا شپږ لکه ملکيان وژلي یعنې له هرو شپږو کسانو يې یو وژلی و.

سربېره پردې جاپاني تېری کوونکو هم په تايوان کې اقتصادي سرچينې لوټ کړې او شتمنۍ يې جاپان ته انتقال کړې دي. د تېرې پېړۍ د دريېمې لسيزې په پای کې اتيا سلنه توليدات جاپان ته صادر شوي وو او تر ۱۹۴۵ کاله پورې دوی د دې سيمه ييزو خلکو زيرمه شويو پيسو شپېته سلنه برخه، د برېښنايي صنعت ۹۶ سلنه برخه او د خواږو جوړولو صنعت ۹۴ سلنه برخه يې کنترول کړې وه

په ورته وخت کې جاپاني تېری کوونکو هم په تايوان کې د جاپاني کلتور د ودې او پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې او د چيني ژبې او چيني کلتور د خپرولو مخنيوی يې کړی او حتی د چينايانو له خوا د چیني نومونو کارول يې منع کړل تر څو د چيني کلتور اغيزه ختمه کړي.

په تايوان کې د جاپان د استعماري واکمنۍ او پر چين د جاپان د تېري له کبله په ۱۹۷۲ کال کې جاپاني حکومت له چين سره  په ګډه يوه اعلاميه خپره کړه او پکې يې چينايانو ته پر دغه هېواد د یرغل زيانونو ژوره او سمه کتنه کړې او ويې منله چې د چين ولسي جمهوريت حکومت د چين يوازينی قانوني حکومت دی او تايوان د چين يوه نه جلاکېدونکې برخه ده. د اسو تارو له کړنې څخه ښکاري چې د جاپان ښې اړخي کسان لاهم واقعي تاريخ ردوي او خپلو تېر کوونکو کړنو ته سمه کتنه نه کوي.

خو په چين کې به ملي وحدت حتما تامین او ټينګ شي او هېڅ ځواک به د دې تمايل مخه ونشي نیولای.