په جاپان کې سمندر ته د اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د خوشي کولو پرضد مظاهره وشوه
CMG2023/08/13 10:37:28
شريکول:

د جاپان د حکومت هغه پلان چې له مخې به د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه سمندر ته خوشي کړي، د دغه هېواد په لر او بر کې خلکو په کلکه غندلی دی.

د توکيو او نورو سيمو ګڼ شمېر اوسېدونکو د اګست په ۱۲ مه د فوکوشيما ولسوالۍ په ناميې سيمه کې د خپل حکومت د ياد پلان پرضد مظاهره وکړه.

د کاناګاوا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وويل، چې د جاپاني حکومت ياد پلان د منلو وړ نه دی او هغوی به له دې پلان سره د مخالفت څرګندولو ته دوام ورکړي.

د ناګانوکين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي وويل، سمندر ته د ککړو اوبو خوشي کول به ډېره بده پايله رامنځته کړي او د جاپان د خلکو پر ژوند به ډېره ناوړه اغېزه وکړي. سمندر د نړۍ بېلابېلې برخې نښلوي، نو د نړۍ د بېلابېلو ځايونو خلک دې په ګډه سمندر ته د ککړو اوبو له خوشي کولو سره مخالفت وکړي.